|
|
||||||
|
|
|
|||||
|
|
سیر او سلوک ددننه عالم ته سفر او د مقاماتو څخه تیریدل «سیر او سلوک » نومیږی . د طریقت پیر یعنی روحانی ښوونکی د سالک د لاری رڼا او روښنائی او لارښود دی .او د سالک د روزنی او ښوونی ضروری اسباب تیاروی ، تر څو هغه وکړای چی د خپل ځان پیژندنی په سفر کی پر هغه خنډو باندی بریالی سی او دغفلت او بدی زده کړی حجابونه د منځ څخه یوسی او د خپل نفس په تزکیه پیل وکړی . دوجود ښوونکی سالک ته د سلوک د پړاونو په کشف او د زړه د اووگانو و پړاوو، یعنی د طلب او مطلوب د پړاو څخه بیا تر عشق، علم ، شهادت ، یوالی او فنا ورښوی. حضرت شاه مقصود صادق عنقا فرمایلی دی :" په سلوک کی د صدق ژبه ، د زړه صافوالی ، د عقیدی اخلاص ، حلاله گوله او د قدم ټینگښت باید د حق تر عنایت پوری او و رسول ته د حقیقی ارادی او دده د متابعت سره سم د لاری وهل د سالک په حال کی شامل سی اوبا طنی بی شکه غیبی لطا ئف دربانی و حقیقی شهادت ته ورسیږی او د یقین عین د حق په یقین ثابت سی." سالک د تزکیه او پاکجوړنی بیلا بیل پړاو نه وهی او حجابونه یو په بل پسی د ده د قدمو دمخه څخه لیری کیږی . دا هغه ځای دی چی په علم او ایمان د خدای تعالی په یواځینتوب سره شهادت ورکوی. عرفان د سلوک اووه منزلونه او مقامونه په اووه آسما نو او د عشق په اووه ښارو تعبیروی. شیخ فریدالدین عطار ، لوی عارف او شاعر په منطق الطیر کی سیر او سلوک او دننه عالم ته سفر په هڅه او لټونه سره تشبعه کوی چی د تزکیه او امیالو د نفی د پړاو څخه پیل کیږی او د عشق ،علم او تعجب منزلونه وهی او په پای کی واخیری مقصد ته یعنی فنا او خدای تعالی سر ه په یو ځای کیدو ختمیږی . د سراج الهدی په کتاب کی حضرت شاه مقصود عنقا د زړه اووه گانه پړاونه او منزلونه او درجو وهل په پوره ډول ویلی دی چی د هغو یوه برخه دلته داسی رانقل کوو:
|
|||||
|
||||||
