|
|
||||||
|
|
|
|||||
|
|
خانقاه خانقاه او یا خانه گاه یعنی د وخت ، حال او حضور کور. گاه هغه واقعی لحظه ده چی انسان ئی باید همیشه د هغه په حضور ، څارنه او ساتنه کی وی هم ظاهرآ او هم باطنآ ، تر څو هر گړی ددغه حقیقی ژوند د مادی دنیا په آوارگی او لونډگی کی بوخت نه سی او بالاخره د علم ، عشق او هستی دآسمان دروازی د حقیقی سالک پر مخ وپرانیستل سی. سالک د هغه لاری تلوونکی دی چی مدام په خپل جمعیت کی، او نه د خلکو په تفرقو کی تگ کوی تر څو یوه لحظه هم د هستی څخه جلا نه سی .د هر علم د زده کولو د پاره باید موږ د هغه و ښوونکی او ښوونځی ته مخ کړو. د عرفان مکتب او ښوونځی خانقاه نومیږی . په تیرو وختو کی که به څوک د خپل حقیقت په لټونه سو، نو به ئی مخ و خانقاه ته کړ. دی په دی پوهیدی چی ورځنی ژوند دده د اصلی غوښتنی یعنی د انسان د حقیقت د لټولو او موندلو ځواب نه ورکوی. هر نوم او نښان چی به ئی په ټولنه کی درلودی لیری به ئی وغورځاوه او په ډیره تسلیمی او طلب به ئی مخ خانقا ه ته کړ ی تر څو ددی حاضر جمعیت سره یوځای په تیره بیا د ذکرپه وخت کی ، حضور او حال په بی زمانی کی تجربه کړی . دخانقاه آداب خا نقاه خپل ځانگړی آداب او شرطونه لری .. ټولنیز معیارونه هلته د اعتبار وړ نه دی . اود د با ندی دنیا رنگونه د خانقاه په یوه ټوټه چاپیریال کی بی معنی دی . هر څوک چی خانقاه ته ورننوځی ، خپل بوټونه باید وباسی اوپدی ډول د مادی دنیا خاوری او دوړی د هغوی د ټولو تعلقاتو سره د ځان څخه بیلوی ، او په خانقا ه کی په پوره حضور سره و خپل کارته ځیر کیږی . نظم د سالک د لاری بنسټ دی . ددی کبله دی خپل ظاهری نظم هم ساتی . هر یو ساده او بی نقشه کالی آغوستی دی ، ځکه ده نقشونه د ځان څخه لیری کړی دی تر څو یو اوچت راز کشف کړی. هیڅ رقم ناهم آهنگی دی د کار څخه نه باسی . دده کالی سپین دی ځکه چی دده هد ف د ټولو خیرنیو څخه پاکی او سپیڅلتوب دی . پریشانی په خاطر کی او چوپتیا په دباندی او دننه کی دی و آرامتیا او واقعیی سولی ته ورنژدی کوی. خانقاه یو مناسب چاپیریال د هغو تمرینونو دپاره دی چی سالک د بی ثباتی او هلو ځلو څخه ژغوری. دی پدی چاپیریال کی ځان جوړوی تر څو د باندی هم په همدی ډول حضور ولری او ورځنی ژوند او دنیائی کا رو کی آرامتیا او د خاطر سپیڅلتوب وساتی . هغه وخت دی د خپل وخت اولاد دی او د خانقاه په واقعیی معنی (دوخت کور) باندی پوهیږی .
|
|||||
|
||||||
