|
|
پیر : د وجود ښوونکی او د هدایت نور دی دی چی رااستوی و خپلو بنده گانو ته روښانه روڼا تر څو دوی د تاریکیو څخه و روښنائی ته راوباسی او خدای دی ددوی نازورکوونکی او مهربان.' قرآن کریم ـ سوره 57 حدید، آیه 9. سالک د طریق په اوږدو کی د هدایت کوونکی او هادی وجود او پوهه شیخ چی د خدای د خوا دده په روزنه ټاکل سوی وی، ضرورت لری. تر څو دده په لارښوونه سره د خطرناکه منزلونو څخه تیر سی. ځکه بیله ښوونکی څخه علم گټه نه لری او بیله معشوق څخه عشق نور(رڼا) نه لری ، او بیله د معبود د وجوده څخه عبادات نه مقصد ، نه مقصود ، نه ظهور اونه حضور لری. پیغمبر اکرم حضرت محمد داسی فرمایلی دی : " د هیڅ عالم سره ناسته ولاړه مه کوه ، مگر یواځی په هغه صورت کی چی دی تا د پنځو څخه و پنځو شیانو ته راوبولی: " د شک څخه ویقین ته ، د کبر څخه و توا ضع ته ، د د ښمنی څخه نصیحت ته ، د ریا څخه و اخلاص ته اود دنیائی محبت څخه زهد ته ." د پوره او بشپړ استاد څخه پیروی کول د سلوک د بنسټیزو شرایطو څخه شمیرل کیږی او دده د نستوالی څخه د سالکانو سلوک و مقصد او مقصود ته نه رسیږی . شیخ صفی الدین ادربیلی دا د خدای نازولی داسی فرمایلی دی : " باید پدی پوه سو چی بیله د حق د مردانو د مصاحبت څخه د سالکانو د زړه څخه حجاب نه پورته کیږی . هر طالب چی په خپل خیال او ویره کی دا لاره وهی، نو په خپل خیال وهلو کی به ورک سی. د صادقو سالکانو د زړو مځکه دحق د رحمت د وریځی او د پیرانو د کلام د تلقین څخه اوبه کیږی او همیشنی ژوند پیداکوی. د تن غذا د عناصرو او ثمراتو څخه ده او د روح غذا بیا د روښان ضمیره د زړه د خاوندانو صحبت دی.ولی بیله عشق او بیله د ارادی څخه خدمت او صحبت گټه نه لری . داسی ویل سوی دی چی د حقانی لارښود ته دمرید تسلمیدل داسی دی لکه مړی چی د غسل ورکوونکی په لاس کی وی ، تر څو د شیخ کتنی په نفسانی لاس وهنه سره فاسد نه سی." داسی نقل کیږی چی بایزید بسطامی د امام جعفر بن الصادق خدمت کاوه . یوه ورځ حضرت ده ته وویل : هغه کتاب چی په هغه غرفه کی چی ستا پر سرده، راوړه . بایزید په چرت کی سو او ځینی وئی پوښتل چی کومه غرفه او چیره ده دا غرفه ؟ داحضرت ورته وویل چی دا ټول وخت چی زموږسره ئی تراوسه پوری ته پدی غرفه نه ئی خبر؟ هغه په ځواب کی داسی ورته وویل: زه په تاسی کی ډوب او غوټه یم نه می غرفه لیدله اونه په خبر یم . د وجود لارښوونکی چی "پیر" نومیږی د " لاری د نور" په معنی دی . او دی هغه صبوره لارخلاصوونکی او لارښوونکی دی چی تاریکی روښانه کوی، تر څو رښتین سالک دده د نور په برکت سره د خدای لاره پیدا او خپل وجودی واقعیت وپیژنی . 1- Molana Shah Maghsoud Sadegh Angha, "Sirâj al-Huda", The Light of Salvation, Ar-Rasâ'el (Tehran, Iran: M.T.O. Publications, 1975): p.91 |