|
|
زموږ ﭗه باره کیعرفان په اصل کی یو نظام او یو دزده کړی او ودی یو سیسټم دی چی د هر مینه وال د پاره د خپل ځان د پیژندنی سفر ته تیاروی ٫ هغه سفر چی انسان د خپل ثابت واقعیت د کشفولو او په اخیر کی ددین واقعیت ته لارښوونه کوی۰ حضرت صلاح الدین علی نادر عنقا د اویسی شاه مقصودی طریقت اوسنی اوستاد داسی تعلیم فرمایلی دی چی : «انسان د خپل محیط جوړونکی دی۰ دا موږ یو چی محدودیتونه جوړو او یا هغه ماتوو او پریکړه کوو چی تر کومه ځایه پوری د خپل ځان پیژندنی په سفر کی اود خپل دننه سرٌد پیدا کولو او ددین دواقعیت د کسفولو کی مخ ته ځو. د نفس حقیقی پیژندنه ده چی انسان د محدودیتونو اوبندونوڅخه ژغوری او د خپلواکی ، آرامتیا او واقعی سولی په لور یې هدایت کوی.» د عرفان یو بنسټیز اصل دادی چی باید وپوهیږو چی هر هغه څه چی په هستی کی سته د مطلقه پوهی او د اذلی علم تجلی او ظهور دی ، کوم چی نافذ سوی دی او په زمان او مکان پوری محدود ندی. پدی اصل کی انسان هم شامل دی . نو ددی کبله تر ټولو نژدی لاره ودی اذلی علم اودهغه کشف ته د انسان په خپل ځان کی پلټنه ده . هر هغه څه چی د عرفان د تاریخ او اوصولو په باره کی لیکل سویدی د عرفان د علم دباندی اړخ دی . دعرفان حقیقت باید د عرفاوو په تعلیم کی وپلټو ، کوم چی د حقیقت سالکین ددی واقعیت و تجربه کولو ته د انسان په وجود کی هدایت کوی ترڅو په ثابت والی کی د پیژندنی لوړی مرتبی ته ورسیږی. ۱۴۰۰ کاله د مخه حضرت پیغمبر محمد (ص) فرمایلی دی چی : « هرچا چی خپل ځان وپیژانده په حقیقت سره یې خپل پروردګار وپیژانده .» په اسلام کی د انسان ثابت هویت او واقعیت او په بل عبارت د هغه حقیقی «زه» په اصل کی هغه حقیقت او الهی ذات دی چی دده په وجودی ژوره کی پروت دی . د همدی کبله د وجود او د ایمان د یواځنیتوب قانون د خدای په یواځنیتوب کی یعنی «لااله الا الله » کی تجلی پیداکوی. داقانون ددی واقعیت بیانوونکی دی چی که بیلتون او فاصله د انسان او خدای په منځ کی موجوده نده اود انسان لوړ مقام هغه شرف دی کوم چی وجود ده ته عطآ کړی دی. قران کریم ۵۰ سوره ، ۱۶ آیات: (موږ انسان ته دده تر غاړی د رګ ورته نژدی یو.) ذاتی علم ته تسلیمحضرت محمد (ص) د واقعی پیژندنی کړنلاره او د حصولو لاره انسان ته تعلیم ورکړیدی او داسی پیژندنه یې دذات و علم او اذلی پوهی ته په تسلیم سره ، کومه چی دانسان په موجودیت کی پرته ده ممکنه ګڼی. په تاسف سره په ټولنو کی د تسلیم څخه غلطه اخیستنه سویده اوتسلیم د ضعف او په بل چاه پسی تګ معنی سویدی. حال دا چی خرافات ، کورکورانه ایمان او په بل چاه پسی تلل د انسان په معنوی مقام کی ځای نه لری. کوم وخت چی موږ شمسی نظام د ذراتوداټمی جوړښت مقایسه کوو نو وینو چی دوی دواړه یوه ذاتی او دننه علم ته تسلیم دی او د وجود علم پر دوی باندی حاکم دی. انسان هم که د ذاتی علم په منبع باندی پوهه سی او په بل عبارت خپل حقیقی «زه» وپیژنی نو هغی پوهی ته تسلیم کیږی او دا هغه د خپلواکی ، خلاصون ، عشق او جذبی مرتبه ده، کومه چی د شامخو عرفاوو په آثارو کی متجلی ده او سته . پدی برخه کی د امیر المومینین علی (َع) چی د بشریت روښانه څراغ دی د ارزښت وړ کلام چی فرمایلی دی رانقل کوو:
داسی تسلیم او استقرار د اسلام د احیا او ژوند بخښنی څرګندوی دی ، ځکه چی دا د انسان په وجود ی مرکزیت یعنی زړه کی یو تحول او انقلاب رامنځ ته کوی. هغه دی چی هلته ټول فرضی محدودیتونه ، فاصلی او موهومه دوه مخی ماتیږی اوانسان په علم او یقین سره د وجود په یواځنیتوب باندی شهادت ورکوی.داسی شهادت نور محدود په کلام سره ندی بلکه د سالک جسم ، فکر او جان اوپه بل عبارت دده موجودیت په یوه هراړخیزه کلیت کی د یواځنی خدای حضور متجلی کوی. داسی روش او پیژندنه چی د تزکیه او د زړه د صفا او تسلیم د لاری ذاتی پوهه حاصلیږی چی «معرفت» نومیږی. معرفت د پیژندنی د مرتبی د حصول په هغه معنی دی چی هلته هیڅ یو زاویه د زاویو څخه د یوه موضوع په باره کی ، په کومه کی چی سړی پلټنه کوی دانسان د پاره نا پیژندلی پاتی نه سی. او په اخیر کی انسان د خپل د واقعیت د پیژندلو سره د پروردګار پیژندل او د پټ علم او د هستی په اسرارو په لاسته راوړو سره بریالی کیږی.د عرفان د مکتب ښوونکی چی پدی روش تعلیم ورکوی «عارف» نومیږی. عارف خپل وجودی حقیقت د خدای په ذات کی د فناه د لاری او د هستی د حقیقت په ثبات کی کشفوی. حضرت مولانا صلاح الدین علی نادر عنقا زموږ د وخت عارف د «عرفان ددین واقعیت » په کتاب کی عرفان په لاندی ډول تعریفوی:
1- Molana Salaheddin Ali Nader Angha, Sufism and Knowledge (M.T.O.Shahmaghsoudi Publication, Washington D.C. 1996) pp.20-21 2- Molana Salaheddin Ali Nader Angha, Theory “I” (M.T.O. Publication, Riverside CA, 2002) p.166 |