|
|
||||||
|
|
|
|||||
|
|
تصوّف مولانا جلال الدین ابوالفضل عنقا د انوار قلوب سالکین په کتاب کی تصوف د حضرت علی ( ع ) د ښوونو پر بنسټ او د تصوف د کلمی د حروفو پر اساس څو بیتونه داسی ویلی دی : تصوف دی د څلورو مرکب د تا او صوات او واو او فا تا تر ک او توبه راغله پر تقا صوات ، صبر او صدق دی سره په صفا واو بیا ورد او ود او هم وفا *** فا بیا فقر راغلی فرد او فنا تا ـ په تر ک، توبه او تقا کی سته . ترک : یعنی د امیالو ، عاداتو ، مادی احتیاجونو او تړنو او ددنیوی جواذ یبو پریښول ، د اعتدال او مساوات د لاسته راوړو په خاطر او د افراط او تفریط څخه خلاصون . توبه : بیرته راگرځیدل د زړه د مرکزیت او خدای تعالی په لوری په مینه او دننه شوق سره . تقاء پرهیزکاری. صاد ــ په صبر ، صدق ، او صفا کی سته . صبر: بردباری او صبرناکی و هدف ته د رسیدو په لاره کی دی . صدق: رښتیا او د نیت صدق په اعمالو ، کړنه او ویلو کی دی. صفا : همیشنی زیار په تزکیه او د زړه د هنداری څخه د تاریکی لیری کول د ی. واوــ په وفا ، ود او ورد کی سته . وفا : وفا کول د معهود په عهد کی ود: عشق او جاذبه ده ورد : د خدای تعالی ذکر او یادول دی . فا ــ په فقر ، فرد او فنا کی سته . فقر : د حقیقی پوهی کشف اود غیرو څخه بی نیاز کیدل دی . فرد : د غیر څخه جلاوالی او دواقعیت وړاندی کول او اضافگیو څخه لیری کیدل . فناء : د الهی تجلیاتو څرگندیدل په زړه کی او یووالی د حق سره دی
|
|||||
|
||||||
